کورپاڼه / روغتيا / شفتالو د روغتیا او ښکلا اړوند حیرانوونکې ګټې لري

شفتالو د روغتیا او ښکلا اړوند حیرانوونکې ګټې لري

که له یوې خوا د اوړي موسم له ستونزو ډک موسم وي خو له بلې خوا ددې موسم مېوې د روغتیا له پلوه حیرانوونکې ګټې لري، چې له دې ډلې شفتالو هم دی چې هم د روغتیا او هم د ښکلا له پلوه مثبتې اغېزې لري.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د سترګو د ښه والي لپاره یوازې ګازرې نه بلکې شفتالو هم ګټور وي، ځکه چې شفتالو د ویټامین ای لرونکې مېوه ده چې د سترګو کمزوري ختموي. دغه راز د بدن خراب کلیسترول کموي چې د زړه لپاره ګټور وي.

شفتالو په طبیعي ډول د وینې جوړولو ځانګړتیا لري او په بدن کې د زهرجنو مواد پر وړاندې مقابله کوي او د انټي اکسایدو شتون یې د عمر په تېرېدو سره د پوستکي ګونځي ختموي نو هڅه وکړئ چې په اوړي کې د شفتالو مېوه پخپلو خوراکي توکو کې شامله کړو.

شفتالو پخپل جوړښت کې لږه کالوري او ډېر غذایي توکي لري، چې په همدې سبب د بدن اصافي وزن کموي او له شفتالو څخه جوړه شوې جوشانده د خېټې چینجي ختموي، معدې ته پیاوړتیا ورکوي او ترڅنګ یې قبض او تبه هم ختموي.

د سرطان مخنیوی کوي، د شکر لپاره ګټور وي، انسولین ښه کوي، د پوستکي د ښه والي، ویښتو، نوکانو او د بدن د انرژۍ لپاره ګټور وي او د هغه ناروغیو خطر کموي چې د مړینې لامل کېږي او د ځیګر لپاره هم ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …