کورپاڼه / خبرونه / د توکیو د المپیک د مډالونو په جدول کې چین له کوربه جاپان څخه لومړی مقام وګاټه

د توکیو د المپیک د مډالونو په جدول کې چین له کوربه جاپان څخه لومړی مقام وګاټه

چین د توکیو د المپیک په لوبو کې د دریو نورو مډالونو په ترلاسه کولو د پنځلسو مډالونو په ګټلو سره له کوربه جاپان څخه لومړی مقام وګاټه او جاپان هم پنځلس د سرو زرو مډالونه ګټلي خو په دویم او امریکا د څوارلسو مډالونو په ګټلو سره دریم مقام لري.

د اولمپیک لوبو په شپږمه ورځ د چین او امریکا ترمنځ د منډې وهلو سیالي ترسره شوه، چین د سرو زرو او امریکا د سپینو مډال وګاټه او استرالیا دریم مقام خپل کړ او درې واړو لوبډلو په کم وخت کې د ټاکل شوې فاصلې په وهلو د المپیک ریکارډ مات کړ.

دغه راز ایرلینډ هم د سرو زرو مډال خپل کړ او ترڅنګ یې ایټالیې هم د سرو زرو مډال او فرانسې بیا د سپینو او هالینډ بیا د برونزو، سلوواکیه د سرو او امریکا د سپینو زرو مډالونه وګټل.

د سربیا لوبغاړې نواک جوکووچ جاپانۍ لوبغاړې کایي نیشي کوري ته ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ووته.

د یادونې وړ ده چې افغانې لوبغاړې کیمیا یوسیقي د سل میترو فاصله په ۱۳ ثانیو او د ثانیې په ۲۹ سلنه یا برخه کې ووهله او د اتلتیک په سیالیو کې کې یې د نهه ګډون کوونکو لوبغاړو ترمنځ، د لومړنۍ مرحلې په اول ګروپ کې، اووم مقام خپل کړ.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …