کورپاڼه / روغتيا / د دماغي روغتیا لپاره ګټورې لارې چارې

د دماغي روغتیا لپاره ګټورې لارې چارې

په ټوله نړۍ کې ډول ـ ډول دماغي او رواني ناروغۍ ډېرې په تېزۍ سره زیاتېږي او اوس روغتیایي کارپوهان وایي چې د الزایمر او دیمنشیا ناروغي په ډېرې تېزۍ سره سر راپورته کړی، چې د ځینو لارښوونو په عملي کولو سره دغه ستونزه حل موندلی شي.

د دماغي ناروغیو کارپوهان وایي چې له بېدارېدو وروسته باید تر پنځه اتیا سلنو پورې فعال او متحرک اوسو، چې دا درې ګټې لري، لومړی حافظه پیاوړي کوي، دویم د وینې رګونه ځواکمن ساتې او دریم دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

که چېرته تاسې د زړښت پر لور روان یې، نو بڼوالي شروع کړئ او په دې ډول د خپل زړه او دماغو ساتنه وکړه. په ځانګړې توګه هغه کسان چې د دیمنشیا ناروغي لري او تر لسو اوونیو پورې یې مثبتې اغېزې ښکاره کېږي.

د هوا د ککړتیا او دماغي اغېزو په اړه خو ډېرې څېړنې شوي دي، نو اړینه ده چې په پرانیستې ځای کې واوسو، ځکه چې ککړه هوا پر دماغو ډېرې اغېزې کوي.

دوه ډوله ناروغۍ د دماغو روغتیا ته ډېر سخت زیان رسوي چې په هغې کې د وینې فشار او د شکر ناروغۍ شاملې دي، نو هڅه وکړئ چې ددې دواړو ناروغیو څخه وژغورل شئ.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …