کورپاڼه / جالب / یوې ناوې له واده وړاندې د خپلې خواښې لپاره د ملګري د پیدا کولو اعلان کړی

یوې ناوې له واده وړاندې د خپلې خواښې لپاره د ملګري د پیدا کولو اعلان کړی

امریکا کې یوې ناوې له خپل واده وړاندې د خواښې لپاره د ملګري یا انډیوال پیدا کولو اعلان کړی او داسې لامل یې ښودلی چې په ټولنیزه رسنۍ یې خلک خندلي دي.

د دی مرر د راپور له مخې ویل کېږي چې دغې ښځې پر فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو اعلان کړی چې زما له واده وړاندې زما خواښې ته یو ملګری پکار دی ترڅو د هغې پام له ما واوړي.

دې ښځې په اعلان کې ویلي چې خواښې یې د واده په تیاریو کې ډېره مداخله کوي او هغه به په واده کې هم داسې حرکتونه کوي چې د واده خوښي به یې له منځه یوسي، نو هغې ته یو داسې شخص پکار دی چې د واده پرمهال یې مصروفه وساتي.

هغې په اعلان کې لیکلي دي چې:((هغه څوک چې زما دا کار کولی شي او زما د خواښې ملګری کېږي او د واده پرمهال یې مصروفه ساتي نو زه ورته زر ډالر هم ورکوم او څلرویشت ساعته به ورسره وي او هغه کنترول کړای شي.))

دغه راز عمر یې ورته له څلویښتو تر شپېتو کلونو پورې ټاکلی، ځکه د هغې خواښې ۵۱ کلن عصري او زړه راښکونکې ښځه ده، هغه څوک چې په شرایطو برابر وي نو د هوټل، ډوډۍ، سفر ټول لګښت هم ورکوي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …