کورپاڼه / روغتيا / کله چې سهار له خوبه پورته کېږئ نو دغه کارونه درسره وکړئ او وزن هم کم کړئ

کله چې سهار له خوبه پورته کېږئ نو دغه کارونه درسره وکړئ او وزن هم کم کړئ

تقریباً هر انسان د خپل وزن په اړه فکر کوي، خو باید وویل شي چې د خېټې پر شاوخوا اضافه وازده د اندیښنې وړ وي. یعنې د روغتیا له پلوه دا دومره د ارزښت وړ نه ده چې بدني وزن مو څومره ده بلکې د فکر وړ داده چې د خېټې وازده مو څومره ډېره شوې ده.

دغه ډېره شوې وازده د بې شمېره خطرناکو ناروغیو لکه شکر، د زړه حمله، ژور خپګان او د نورو سبب کېږي، خو پوښتنه داده چې آیا ددې ستونزې حل شته؟ که حل یې شتون لري هغه به څه ډول وي؟

لومړی باید په سهار کې خپل وزن معلوم کړو، ځکه بل وخت پکې بدلون راتللی شي، هر سهار باید ښه خواړه وخورو، له یو تر دوو ګیلاسونو پورې اوبه وڅښو، له ناشتې یا سباناري وړاندې ورزش وکړو او دغه شیانو مو د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

دغه راز سهار په ناشته کې پروټین لرونکې توکي استعمال کړو، ځکه چې پروټین د کالورس په حل کې مرسته کوي. له جوسو ګټه پورته کړو، مرچک استعمال کړو، د شپې لخوا بشپړ خوب وکړو او په سم ډول او آرامه سره ناشته وکړو.

د ورځې د کارونو نوملړ جوړ کړو، د لمر وړانګو ته کېنو، قدم وهنه وکړو او که غواړئ چې بازار کې سودا وکړئ نو له وړاندې ورته نوملړ جوړ کړئ خو که داسې ونه کړو نو ممکن اضافي شیانو واخلو او ستونزې ډېرو کړو.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …