کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: ما له وړاندې هیله درلوده چې هیوادوالو ته د کرکټ د زده کړې مناسب ځای ولرم

راشد خان: ما له وړاندې هیله درلوده چې هیوادوالو ته د کرکټ د زده کړې مناسب ځای ولرم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبډلمشر او مخکښ ورو توپ اچونکی وایي چې له وړاندې یې دا هیله درلوده چې په افغانستان کې دننه د هیوادوالو لپاره د کرکټ د زده کړې مناسب ځای ولري.

راشد خان پخپل فیسبوکپاڼه د خپلې دې هیلې د پوره کېدو په تړاو خبرې کړي او لیکلي یې دي چې اوس یې دغه هیله پوره شوې او د راشد خان د کرکټ کاډمۍ په نوم یو روزنځای لري چې په ټولو معیارونو پوره دی.

هغه لیکلي دي چې:((دغه اکاډمي د کورنیو او بهرنیو روزونکو په لرلو سره د ګڼو نورو اسانتیاو او وسایلو درلودونکې ده. لوبغاړي کولی شي چې د یادې اکاډمۍ د بالینګ یا توپ اچونې له ماشینونو، له بېلابېلو ویشتن ځایونو (پچونو او د فیټنس او تکړښت له وسایلو ګټه پورته کړي.))

دغه راز هغه لیکلي چې دغه روزنځای یې د ورځې په دریو وختونو کې د لوبغاړو لپاره د تمرین زمینه برابروي او د کرکټ مینوالو ته یې خبر ورکړی چې هغوی هم په دغو کې تمرین کولی شي.

د یادونې وړ ده چې د راشد خان کرکټ اکاډمي د جلال اباد – کابل پر لویه لاره، د کابل د احمد شاه بابا مېنې پل تر څېرمه موقیعت لري.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …