خپلواک وېبپاڼه (۲۰ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره کېږي، چې افغانستان د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په ۱۶۸ منډو وسوځوله.
د لوبې په پيل کې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دې څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه کې لوبډلمشر راشد خان نشته دی او د هغه پر ځای مرستيال لوبډلمشر اصغر افغان د لوبې لوبډلمشر دی.
ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د چايو تر دمې پورې ۱۶۸ منډې وکړې او ټوله لوبډله يې وسوځېدله. د دوی له لوري کريګ بريتوېټ ۴۶، شيمرون هيټماير ۳۸، شای هوپ ۲۶ او شان ډاوريچ ۲۳ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري بيا حمزه هوتک او يمين احمدزي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې حمزه هوتک ۴ او يمين احمدزي ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز ضيا الرحمان اکبر ۲ او دولت ځدراڼ ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د چايو له دمې وروسته به افغان لوبډله د خپلې لومړۍ پاڼۍ توپوهنه پيل کړي.
د څلور ورځنۍ تمريناتي لوبې لپاره په افغان لوبډله کې ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، احسان الله جنت، اصغر افغان (لوبډلمشر)، افسر ځاځی، دولت ځدراڼ، اکرام علي خېل (ويکټ ساتونکی)، ناصر جمال، ضيا الرحمان اکبر، یمين احمدزی، نجات مسعود، حمزه هوتک او راشد خان شامل دي. خو راشد خان په لوبه کې ګډون نه دی کړی.
د يادولو ده چې د دواړو لوبډلو له لوري ۱۴-۱۴ لوبغاړي اخيستل شوي دي، خو توپوهنه او ډګر ساتنه به ۱۱-۱۱ لوبغاړي کوي.
د افغانستان او ويسټ انډيز يوازينۍ ټېسټ لوبه به د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د نومبر په ۲۷مه نېټه پيلېږي او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.