کورپاڼه / هنر او کلتور / د شلپا شیټي له مور سره د ۱.۶ میلونو روپیو دوکه شوې ده

د شلپا شیټي له مور سره د ۱.۶ میلونو روپیو دوکه شوې ده

له کله راهیسې چې د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې شیلپا شیټي خاوند راج کندرا د فحش فلمونو د جوړولو په سبب نېول شوی، له هماغه راهیسې شلپا او کورنۍ د خبرونو سر ټکي ګرځېدلي.

اوس د شلپا شیټي د مور سونانده شیټي په تړاو یو راپور شوی، چې له مخې یې ویل کېږي چې هغې سره د ځمکې په قضیه کې دوکه یا فراډ شوی دی.

هغه د ممبۍ پولیسو ته عاریضه شوې او پر یو شخص سوداکر ګاری باندې یې تور پورې کړی، چې د ۱.۶ میلونو روپیو په بدل کې جعلي کاغذونه ورکړي دي.

بل لوري ته د ممبۍ پولیسو وایي چې دوی د سونانده شیټي قضیه له ځان سره ثبت کړې او هڅه کوي چې په دې اړه نورې څېړنې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د هند بازار تنظیم کوونکې او د امنیت او تبادلې ادارې پر شلپا شیټي، راج کندرا او د هغوی پر شرکت باندې د داخلي سوداګرۍ د محدودیت څخه په سرغړونې جریمې پورې شوي دي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …