کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: چاچې دغه کلمات په پوره باور سره د ورځې پرمهال ولوستل او له ماښام مخکې وفات شو نو هغه به جنتي وي

حدیث شریف: چاچې دغه کلمات په پوره باور سره د ورځې پرمهال ولوستل او له ماښام مخکې وفات شو نو هغه به جنتي وي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او ورڅخه د خپلو ګناهونو بخښنه غوښتل دی، د استغفار د ګټو په اړه راځي، چې ګناهونه پرې بخښل کېږي، هغه کوم چې ډېر استغفار کوي بارانونه به پرې ډېر کېږي، په مالونو کې برکت اچوي، په اولادونو کې برکت اچوي او د باران په سبب به سیمه شنه شه.

حضرت شداد بن اوس رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي، چې ترټولو غوره او افضل استغفار دا دی چې ووایئ:

(اَللّٰهُمَّ اَنْتَ رَبِّیْ لَآ اِلٰهَ اِلَّآ اَنْتَ خَلَقْتَنِیْ وَ اَنَا عَبْدُکَ وَ اَنَا عَلٰی عَھْدِکَ وَ وَعْدِکَ مَا اسْتَطَعْتُ اَعُوْذُبِکَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ اَبُوْئُ لَکَ بِنِعْمَتِکَ عَلَیَّ وَ اَبُوْئُ بِذَنْبِیْ فَاغْفِرْلِیْ فَاِنَّه’ لاَےَ غْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّآ اَنْت)

ژباړه: ای الله! ته زموږ رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه تاسره په کړو وعدو باندې ولاړ یم، د خپل ځواک مطابق ستا پناه غواړم له هغه بدو کارونو له وبال څخه چې ما نه دي کړي، زه اقرار کوم چې تا پر ما کوم احسان کړی او زه اعتراف کوم پخپلو ګناهونو سره، نو زما ګناهونه وبخښه ځکه چې له تا پرته د ګناه معاف کوونکی نشته.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چا چې دغه کلمات په پوره یقین او باور سره د ورځې پرمهال ولوستل او له ماښام مخکې وفات شو نو هغه به جنتي وي او چا چې د شپې پرمهال دغه کلمات په پوره یقین او باور ولوستل او له سهار کېدو دمخه مړ شو، نو دا هم جنتی دی.

دا هم ولولئ

کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

که چېرته له کوم غم، درد، ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ یاست، نو …