کورپاڼه / هنر او کلتور / راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکړه نو لاسونه مې لړزې اخیستي ول.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د بالیووډ فلم جوړونکي راکیش اوم پرکاش پخپل ژوند لیک (Stranger in the Mirror) کې امیتاب بچن ته د فلم د کېسې او د هغې د کیفیت په اړه خبرې کړي دي.

هغه پخپل ژوند لیک کې لیکلي دي چې د ۱۹۹۸ کال یوه سړه ورځ وه، چې ما امیتاب بچن ته د فلم کېسه ورکړه او فکر مې وکړ چې هغه به یې په هماغه ماښام د دهلي په الوتنه کې ولولي نو زما لاسونه لړزېدل چې امیتاب بچن به څه فکر کوي.

راکیش لیکي چې د شپې یوولس بجې راته زنګ راغی او امیتاب بچن رانه عجیبه پوښتنه وکړه چې د کېسې لیکلو پر وخت دې څه څښلي ول؟ ما ورته وویل چې شراب او کوک. بیا له هغې وروسته هغه راسره ومنله چې فلم کې به کار کوي.

هغه زیاتوي چې په دې ډول د هندي سینما نه بلکې د نړۍ د سینما ستوری زما د لومړي فلم (عکس) برخه وګرځېده او عکس یو داسې فلم دی چې یو فلم جوړونکی رامنځته کړ او دغه فلم په ۲۰۰۱ کال خپور شو.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …