کورپاڼه / جالب / که چېرته تاسې په المان کې یئ نو دغه شپږ اصول به هیڅکله نه ماتوئ

که چېرته تاسې په المان کې یئ نو دغه شپږ اصول به هیڅکله نه ماتوئ

دا د کوم راز خبره نه ده چې د المان اوسیدونکې څومره خپل قانون ته پابند دي او تر کومه حده یې عملي کوي خو آیا پوهېدئ چې المان ځینې داسې حیرانوونکې قوانین لري چې له دې وړاندې به مو نه وي اورېدلي؟

په عامو ځایونو کې نڅا کول: که چېرته تاسې المان کې ژوند کوئ او په عامو ځایونو کې مو زړه نڅا ته کېږي نو تېروتنه کوئ، ځکه هلته په عامه ځایونو کې په ځانګړي ورځ (د غوره جمعې په ورځ چې د میسحانو ځانګړې ورځ ده) نڅا کول منع دي.

د چوپتیا ورځ: په المان کې یوه ځانګړې ورځ د چوپتیا د ورځ په نوم یادېږي او په دې ورځ د اوسیدو په ځایونو کې په لوړ غږ سندرې غږول، پیالې ماتول او نور منع دي او په ځینو کې شور کولو باندې بندیز لګېدلی دی.

خپله ژبه په واک کې ساتل: په المان کې خپله ژبه په واک کې ساتل اړینه وي، کنه نو تر زندانه پورې مو رسوي، که هلته مو د چا سپکاوی یا بط عزتي وکړه نو جریمه کېږي او یو کال بند به تېروئ.

نوم بدلول: که چېرته تاسې د المان اوسېدونکې یئ او غواړئ چې نوم مو بدل کړئ نو دا دومره آسانه نه ده، ترهغې چې کوم معلوم لامل ونه لرئ نوم مو نه بدلېږي.

د کور ترمخ د موټر مینځل: که چېرته مو موټر چټل وي او غواړئ چې د کور ترمخ یې ووینځئ نو تېروتنه کوئ، ځکه المان کې دا ډول کړنه منع ده.

له ترافیکي قوانین سرغړونه: که چېرته تاسې المان کې یئ او له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوئ نو جریمې ته باید هم تیار شئ.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …