کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / زکربرګ: د فیسبوک راتلونکی تولید به ځیرکې عینکې وي

زکربرګ: د فیسبوک راتلونکی تولید به ځیرکې عینکې وي

د فیسبوک بنسټ ایښودونکی مارک زکربرګ بالاخره د مینوالو اوږد انتظار پای ته ورساوه او هغوی ته یې زېری ورکړو چې ځیرکې عینکې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

په دې وروستیو کې مارک زکربرګ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته زېری ورکړی چې د فیسبوک راتلونکی تولید به (ری بین) په نوم ځیرکې عینکې وي او د (EssilorLuxottica) سره په ګډه یې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

هغه وایي چې دا عینکې به د عامو عینکو په څېر ښکاري خو دا چې دغه عینکې به کله خرڅلاو ته وړاندې شي او څه ډول به کار کوي، په دې اړه تر اوسه څه نه دي وبل شوي، خو هیله شته چې د روان کال تر اخره به وړاندې شي.

د یو راپور له مخې ویل کېږي کله چې یو څوک د فیسبوک ځیرکې عینکې پر سترګو کړي نو یو ډول ګرافیکي سکرین به ورته څرګند شي، چې زنګ به هم ترې وهل کېږي او په ژوندۍ بڼه به هم ترې راتللی شي او د موبایل ځای به ونیسي.

تېر کال د برازیل د کمپیوټر د یو ساینسپوه هیوګو برا له لورې د ځیرکو عینکو یو ټیزر خپور شوی چې له مخې ویلي کېده چې دغه به د ټیکنالوژۍ په نړۍ څومره لوی بدلون ثابت شي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …