کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د پښو په مرسته د کیرم لوبه کوي

هغه شخص چې د پښو په مرسته د کیرم لوبه کوي

که چېرته الله تعالی کوم انسان نیمګړی یا معیوب پیدا کړي نو په بدل کې یې په داسې ځانګړتیاوو هم نازوي چې نور انسانان ترې بې برخې وي.

او ددې ترټولو واضح او څرګند ثبوت د هند د یو اوسیدونکی دی. دغه شخص هرشاد ګوټانګر نومېږي او په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډیو لاس په لاس کېږي.

دغه ویډیو په ټولنیزه رسنۍ د هند پخواني کرکټر او لوبډلمشر سچن ټنډولکر له لورې خپره شوې. په دې ویډیو کې یو شخص چې د دواړو لاسونو څخه محروم دی او د پښو په مرسته د کیرم لوبه کوي.

سچن ټنډولکر د ویډیو ترڅنګ یو ټویټ هم خپور کړی دی او په هغې کې د نورو کسانو لپاره د هڅو او کوښښونو کولو لارښوونه کړې وه او ویلي یې دي چې همت دې نه بایلي.

هغه لیکلي دي چې د شوني او ناشوني ترمنځ توپیر یوازې د کلکې ارادې دی او هرشاد ګوټانکر د خپلې موخې لپاره ناشونی وټاکه نو د شیانو د شوني کولو له هرشاد څخه باید زده کړه وشي.

 

دا هم ولولئ

هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

په بنګله دېش کې یوې مېرمنې شل کاله وړاندې عملیات ترسره کړي و، خو د …