کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / انستاګرام د نوو ځوانانو په اکونټونه کې بدلون راوست

انستاګرام د نوو ځوانانو په اکونټونه کې بدلون راوست

د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلیکیشن انستاګرام، چې د عکسونو او ویډیوګانو لپاره جوړ شوی دی، د شپاړس کلونو څخه کم کاروونکو اکونټونه پراییوټ یا شخصي کوي.

کله چې د دوی اکونټونه شخصي شي نو په همدې سبب به د کاروونکې لخوا یوازې هغه کسانو ته د لایک او کومنټ کولو واک ورکول کېږي، چې د کاروونکې لخوا ټاکل شوي وي.

له دې وړاندې د انستاګرام د ټولو کاروونکو اکونټونه پبلک ول، یعنې هر چا لایک او کومنټ ورته کولی شي او یو کاروونکې به پخپله خوښه خپل اکونټ پراییوټ یا شخصي کاوه.

خو اوس به له شپاړس کلونو څخه د کم عمره کاروونکو اکونټ پخپله پراییوټ کېږي. د انستاګرام ویاند وایي چې موږ نوو ځوانانو ته د پراییوټ او پبلیک اکونټ د ټاکنې وویل چې ډېرو پراییوټ خوښ کړ.

د انستاګرام له لورې د نوو ځوانانو د خوندیتوب لپاره بې شمېره اقدامات ترسره کېږي او له دې وړاندې یې اعلان کړی و چې نوو ځوانانو ته یوازې هغه کسان میسج کولی شي چې د هغوی تعقیب کوونکې وي.

دا هم ولولئ

انستاګرام ددې لپاره، چې له ذهني فشار څخه وژغورل شي، په اقداماتو لاس پورې کړی

د ټولنیزو رسنیو په اړه ویل کېږي چې په استعمال سره یې ځوانان له ذهني …