کورپاڼه / جالب / د نوې زېږېدلې ماشومې په خېټه کې یو بل جنین موندل شوی

د نوې زېږېدلې ماشومې په خېټه کې یو بل جنین موندل شوی

یو نوي زېږېدلي ماشوم هغه وخت ډاکتران له حیرانۍ سره مخ کړل، کله چې د هغه ایکسری معاینات ترسره شول او معلومه شوه چې په خېټه کې یې غبرګونی جنین شتون لري.

دا ډول پېښه په هرو ۵۰۰۰۰۰ نوو زېږېدونکو ماشومانو کې یو ځل واقع کېږي. د دی نیویارک پوسټ د راپور له مخې ویل کېږي چې ډاکترانو د یوې ماشومې په خېټه کې د هغې غبرګون موندلی دی.

کله چې دغه ماشومه وزېږېده نو ډاکترانو یې ایکسری او نور معاینات ترسره کړل او معلومه یې کړه چې د نوې زېږېدلي ماشومې په خېټه کې یو بل تیار شوی جنین هم شتون لري.

په دې تړاو د نیونولوژۍ ډاکتر عمر ګلوبس له ټایمز اف اسرایل سره په خبرو کې ویلي چې موږ ددې په لېدو ډېر حیران شو چې د ماشومې په خېټه کې بل ماشوم دی.

راپور زیاتوي چې ډاکترانو د نوې زېږېدلې ماشومې عملیات ترسره کړي او هغه تیار شوی جنین یې ترې ایستلی دی او د ماشومې حالت اوس د ډاډ وړ دی.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …