کورپاڼه / جالب / آیا هغه میرمن پېژنئ چې د نړۍ ترټولو غټه یا لویه خوله لري؟

آیا هغه میرمن پېژنئ چې د نړۍ ترټولو غټه یا لویه خوله لري؟

د امریکا د متحده ایالتو د کنیکټي کټ اوسیدونکې، چې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک هم ډېره فعاله وي، د ډېرې غټې خولې په درلودلو سره یې د ګنیز نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړی دی.

دغه میرمن سمانتا رامسډیل نومېږي او یو دیرش کاله عمر لري، د هغې ویډیوګانې په ټیک ټاک ډېرې خپرېږي او کله چې هغې د خپلې خولې اندازه وښوده نو د نړۍ د غټې خولې لرونکې میرمن وشمېرل شوه.

په دې هغې هغه د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې د نوم ثبتولو ویاړ ترلاسه کړ. د ګنیز د ادارې د یو غړي په وینا چې دوی د رامسډیل خوله اندازه کړه او ۲.۵۶ اینچه حجم یې لرلو.

رامسډیل د ګنیز ادارې سره په خبرو کې ویلي چې هغه د یو دیرش کلنۍ او د یو داسې څه په ریکارډ کولو، چې غیر عادي دي، دومره خوشحاله ده چې خپل احساسات نه شي بیانولی.

د یادونې وړ ده چې سمانتا رامسډیل د ټولنیزې رسنۍ انستاګرام یوه فعاله او متحرکه کاروونکې ده، هغه د ۱.۷ میلونه مینوالو په درلودلو د ټیک ټاک د ستورې په نوم یادېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …