کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص څلویښت کاله وروسته خپلې کورنۍ ته ژوندی ورغلی

په هند کې یو شخص څلویښت کاله وروسته خپلې کورنۍ ته ژوندی ورغلی

په هند کې یو شخص د کورنۍ له لورې په پرلپسې توګه تر ۴۵ کلونو پورې مړ ګڼل شوی و، خو هغه تر څلور لسیزو ورکېدو وروسته بېرته راپیدا شو.

دغه ساجد ثونګل نومېږي د هند د کیراله ایالت اوسیدونکی دی، عمر یې اویا کلونو ته رسېږي. د ساجد کورنۍ ته په ۱۹۷۶ کال معلومه شوه چې هغه د الوتکې په پېښه کې مړ شوی دی.

د ساجد کورنۍ ته یو چا ویلي ول چې هغه د یوې پېښې په سبب مړ شوی دی، دوی هم منلې وه، خو هغه په دې پېښه کې مړ شوی نه و، ځکه چې هغه په الوتکه کې نه و ناست شوی.

خو دومره وخت کې هغه له کورنۍ سره اړیکه هم نه وه نېولې ځکه چې غوښتل یې ډېرې پیسې وګټي او بیا له کورنۍ سره اړیکه ونیسي او په ۲۰۱۹ کال یو دیني عالم هغه د خپلې کورنۍ سره مخ کړو.

د ساجد پلار په ۲۰۱۲ کال مړ شوی دی، مور یې ۹۵ کلنه ده او تر اوسه ژوندۍ ده او هغه میرمن او ورور ته دا حیرانوونکې وه چې هغه تر اوسه پورې ژوندی دی.

دا هم ولولئ

هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

په بنګله دېش کې یوې مېرمنې شل کاله وړاندې عملیات ترسره کړي و، خو د …