کورپاڼه / جالب / د سویلي کوریا یوې عمر خوړلې جوړې خپل کور له کثافاتو ډک کړی

د سویلي کوریا یوې عمر خوړلې جوړې خپل کور له کثافاتو ډک کړی

والدین د خپل اولاد د راتلونکې په خاطر ډېر څه کوي او ددې ترټولو ښه ثبوت د سویلي کوریا د یوې عمر خوړلې جوړې له درده ډکه کېسه ده.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د سویلي کوریا یوې جوړې د خپل ژوند وروستۍ لسیزې د خپل څلویښت کلن زوی لپاره د اضافي شیانو یا کثافت په راټولولو تېرې کړي، ځکه چې زوی یې له کوره نه ووت او نه یې کار کاوه.

د سویلي کوریا د ګونجګو اوسیدونکی پنځه اویا کلن چویي له تېرې دوه لسیزو راهیسې د ښار او کوڅو له کثافت دانیو له کثافت څخه ډکوي. هغه په دې باور دی چې د یو شخص کثافت یا اضافي شیان د بل شخص لپاره خزانه وي نو ځکه یې ټول کور ترې ډک کړی.

راپورونه وایي چې د چویي زوی له یو کال راهیسې له کوره نه دی وتی، ټوله ورځ په یوه کوچنۍ کوټه کې ناست وي چې په همدې سبب یې وزن تر سل کیلو پورې رسېدلی دی.

هغه وایي چې زوی یې نه له کوره وځي او نه کار کوي او زموږ له مرګه وروسته به د هغه تکیه څوک وي، نو ځکه يې ډېره شیان راټول کړي دي. راپور وایي چې کور یې له بدبویۍ نیولی او په همدې سبب د چویي میرمن د زړه په ناروغیو اخته شوې ده.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …