کورپاڼه / هنر او کلتور / اکشي کمار د خپل نوي فلم (بیل بوټم) وروستۍ نیټه څرګنده کړه

اکشي کمار د خپل نوي فلم (بیل بوټم) وروستۍ نیټه څرګنده کړه

د بالیووډ فلمونو نوموتی اداکار اکشي کمار د خپل نوي فلم د خپرېدو وروستۍ نيټه وروسته له هغې وښودله، چې په پرلپسې ډول یې د خپرېدو نیټه رد شوه.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ټاکل شوې وه چې د اکشي کمار نوی فلم (بیل بوټم) د روان کال د جولایۍ په ۲۷مه نيټه خپور شي.

خو اوس یې د خپرېدو نیټه بیا وځنډېده او اوس به دغه فلم په راتلونکې میاشت کې د سینما پرمخ راڅرګند شي. باید ووایم چې ددې فلم ریلیز کېدل څو ځلې د کورونا وایروس په سبب وځنډېدل.

د بالیووډ فعال او متحرک اداکار اکشي کمار د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر یو پیغام هم خپور کړی دی او ترڅنګ یې ددې فلم یو کوچنی غوندې ټیزر هم خپور کړی دی.

هغه پخپل پیغام کې د فلم د خپرېدو نیټه په دې ډول اعلان کړې ده:((په سینما کې ستاسې خوندي ساتل زموږ موخه ده او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۹ نیټه به (بیل بوټم) فلم خپور شي.))

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …