کورپاڼه / خبرونه / په دریو سریلانکایي لوبغاړو یو ـ یو کال د نړیوالو لوبو بندیز ولګېده

په دریو سریلانکایي لوبغاړو یو ـ یو کال د نړیوالو لوبو بندیز ولګېده

په دریو سریلانکایي لوبغاړو، چې په انګلستان کې یې د (باییو سیکیور ببل) پر وړاندې سرغړونه کړې وه، یو ـ یو کال بندیز پورې شو.

راپورونه وایي چې د سریلانکا کرکټ درې ملي لوبغاړي هر یو ګوناتکلا، کوشل مینډس او نیروشن ډکویلا د انګلستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو د لړۍ پرمهال په سرکونو ګرځېدل چې له امنیتي کامرو یې ویډیو ترلاسه شوې.

هغه وخت درې واړه لوبغاړي له اړوندو اصولو څخه د سرغړواي په کولو خپل هیواد ته لېږل شوي ول او اوس د سریلانکا کرکټ بورډ په هغوی یو کال نړیوال کرکټ بند کړ او لس میلونه سریلانکایي روپۍ هم جریمه کړل.

له دې وړاندې د یاد هیواد د څارنې د کمېټې لخوا په مینډس، ګوناتکلا او ډکویلا باندې د دوو کلونو د بندیز غوښتنه کړې وه.

په دریو واړو لوبغاړو د لوبډلې د ادارې له لارښوونو د سرغړواي ترڅنګ د لوبغاړو د خونديتوب په خطر کې د اچولو تور هم پورې شوی او ترڅنګ یې د شپې تر لس نیمو بجو پورې ګرځېدل او د هوټل په کامرو کې ښکاري چې دوی د لوبډلې (باییو سیکیو ببل) هم په خطر کې اچولی و.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …