د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او الراونډر لوبغاړی ګلبدین نایب په دې هڅه کې دی، چې د پاکستان پر وړاندې په اعلان شوې لوبډله کې خپل ځان هم شامل کړي.
د ځینو سرچینو په وېنا، ګلبدین نایب او یو شمېر پخواني لوبغاړي یو ځای شوي دي او د کرکټ بورډ پر ضد د راپورته کېدو پلان لري، چې کرکټ بورډ هم ترې په ویره کې دی.
د دغه لوبغاړو او کرکټ بورډ ترمنځ بحثونه هم شوي دي او د یو بل د قانع کولو هڅه یې هم کړې ده، خو تراوسه پورې هېڅ ډله نه ده توانېدلې او لوبغاړي اخطار ورکړی دی، چې دوی به په رسنیو کې خپل غږ پورته کړي.
د دغه یوې ډلې لوبغاړو څخه کرکټ بورډ یا ځینې کسان په ویره کې دي، دوی له دې ویره لري چې که چېرته دې لوبغاړو غږ پورته کړ، نو ښايي د دوی دندې له خطر سره مخ شي.
د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی، چې په کرکټ بورډ کې یې یو څو کسانو ته واک ورکړی دی او لوبډله هم دا ځل د هغوی له خوا جوړه شوې وه، اوس له دې ویرې سره مخ دي، چې دندې له لاسه ورنکړي.