کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امریکا اوس خلکو ته د واکسین په سر ډالر هم ورکوي
ډالر

امریکا اوس خلکو ته د واکسین په سر ډالر هم ورکوي

په امریکا کې د کورونا ضد واکسین د لړۍ لا چټکوالي لپاره حکومت اعلان کړی دی، هغه خلک چې د کورونا ضد واکسین کوي، هغوی ته به د ډالۍ په توګه ډالر هم ورکول کېږي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی دی، هر هغه کس ته چې د کورونا ضد واکسین کوي، سل ډالر دې ورته د ډالۍ په توګه ورکول شي.

د دې تر څنګ دا هم ویل شوي دي، چې په دولتي ادارو کې د کورونا ضد واکسین کول لازمي دي، خو هغه دولتي کسان چې د کورونا ضد واکسین نه کوي، هغوی به دوه اونۍ وروسته د کورنا ټېسټ کوي او د دې تر څنګ به په دایمي توګه ماسک هم کاروي.

د امریکا حکومت وايي، چې دوی په دې هڅه کې دي چې د کورونا ضد واکسین د لړۍ چټکولو لپاره له غوره لارو څخه ګټه واخلي، تر څو دا وبا ختمه او خلک عادي ژوند پیل کړي.

د یادولو وړ ده چې که څه هم په ډېرو هېوادونو کې د کورونا ویروس تر کنټرول لاندې دی او لامل یې هم د خلکو د کورونا ضد واکسین کول دي، خو لا هم نړۍ د کورونا په بشپړ کنټرول نه ده توانېدلې.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …