کورپاڼه / خبرونه / سریلانکا په ۳ لوبغاړو ۱ کلن بندېز ولګاوه
سریلانکایي لوبغاړي

سریلانکا په ۳ لوبغاړو ۱ کلن بندېز ولګاوه

د سریلانکا کرکټ بورډ په هغه درې لوبغاړو د نړیوال کرکټ څخه ۱ کلن او د کورنیو سیالیو څخه ۶ میاشتې بند کړل، چې په درهم کې یې د بایوببل څخه سرغړونه کړې وه.

په دې لوبغاړو کې دانوشکا ګونتالیکا، کوشل مینډس او نیروشان ډیکویلا شامل دي، دوی تېره میاشت په انګلستان کې د بایوببل (د لوبو پر مهال احتیاطي تدابیر) څخه سرغړونه کړړې وه.

همدا راز هر یو لوبغاړی ۱۰ میلیونه روپۍ، چې ۵۰ زره امریکايي ډالر کېږي، هم جریمه شوی دی، د کورنیو سیالیو په راتلونکو پړاو کې به هم دا لوبغاړي برخه وانخلي.

دا درې واړه لوبغاړي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړي دي، خو دوی جون په ۲۷مه نېټه له هوټل څخه وتلي و او بایوببل یې مات کړی و، چې له امله یې د سریلانکا کرکټ بورډ هم د دوی پر وړاندې داسې ګام پورته کړ.

خو دا بندېز د دوی د کیریر د پای په معنا نه ده، ځکه اوس هم دوی ډېر کرکټ لري او د ۱ کلن بندېز له ختمېدو وروسته به وکولای شي چې ملي لوبډلې ته بېرته راستانه شي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …