کورپاڼه / جالب / حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو د ډاکترانو تېروتنې هغه دومره پښېمانه کړه، چې ټول عمر به یې جبران نه کړي.

د دی سن د راپور له مخې ویل کېږي چې د روسیې د چیلیابینسک ښار اوسیدونکې، ۳۳ کلنه اولګا الیوکینا غوښتل چې په مصنوعي طریقه اولاد وزېږوي، خو ډاکترانو په تېروتنې سره د کومې بلې ښځې له هګۍ څخه تیاره شوې ایمبریو ولګوله او پردی بچي ته یې پخپله خېټه کې وده ورکړه.

کله چې ماشوم وزېږېد او د ډي این ای معاینه یې وکړه نو معلومه شوه چې د اولګا اولاد نه دی. بلکې ډاکترانو د هغې له هګۍ او د خاوند له سپرم څخه یې تیاره شوې ایمبریو د کومې بلکې ښځې په بدن کې ایښې وه. بل لوري ته روغتون هغې نهه ویشت نیمه زره پونډه ورکړل او د خپل ماشوم په لټه کې ده.

اولګا وایي چې:((زه په طبیعي ډول له مور کېدو سره ستونزه لرم، نو ما او خاوند مې پرېکړه وکړه چې چې په مصنوعي طریقه اولاد وزېږوم خو زموږ دې پرېکړې زموږ ژوند تباه کړ.))

هغه زیاتوي:((ما خپل زېږولي ماشوم ته د ډینس نوم ورکړ، خو کله چې معلومه شوه چې هغه یې اولاد نه دی او د روغتون کارمندانو ورته لارښوونه وکړه چې په یتیم خانه کې یې پرېږدي، اوس د خپل اولاد په لټه کې یم.))

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …