کورپاڼه / جالب / په برازیل کې یوې ناوې او شاه زلمي د عکس اخیستلو لپاره له الوتکې مصنوعي باران کړی

په برازیل کې یوې ناوې او شاه زلمي د عکس اخیستلو لپاره له الوتکې مصنوعي باران کړی

په برازیل کې یوې ناوې او شاه زلمي د واده عکسونو لپاره مصنوعي باران ورولی ترڅو په عکسونه کې یې د بوډۍ ټال یا د شنې زرغونې رنګونه خواره شي.

د دی سن د راپور له مخې ویل کېږي چې عکس اخیستونکی فوټوګرافر یا عکاس ویلټن باربوسا نومېږي او هغې د یوې کوچنۍ الوتکې په مرسته باران ورولی.

راپور زیاتوي چې ویلټن باربوسا له الوتکې څخه نهه سوه لیتره اوبه ورولي، چې له هغې څخه یې یو لوري ته د طوفاني باران منظر جوړ کړ او بل لوري ته یې شنه زرغونه یا د بوډۍ ټال جوړ کړ.

دغه راز راپورونه وایي چې د واده زلمی الیسن نومېږي او ناوې پریسیلا، هغوی په مصنوعي باران کې اخیستل شوي عکسونه انټرنیټ ته پورته کړي، چې ډېر ژر لاس په لاس هم شول.

فوټوګرافر یا عکاس ویلټن وایي چې:((زما لپاره هره نوې عکاسي یو څه نوې او ځانګړې وي، نن مې غوښتل چې د ناوې او شاه زلمي عکسونه له شنې زرغونې سره واخلم نو ددې لپاره مې د الوتکې په مرسته باران وکړ.))

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …