کورپاڼه / خبرونه / بین سټوکس تر نامعلومې مودې پورې له هر ډول کرکټ څخه دمه واخیسته

بین سټوکس تر نامعلومې مودې پورې له هر ډول کرکټ څخه دمه واخیسته

د انګستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر بین سټوکس تر نامعلومې مودې پورې له هر ډول کرکټ څخه دمه واخیسته، وایي چې آرام ته اړتیا لرم.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې بین سټوکس د خپلې پرېکړې په تړاو وایي چې په دې موده کې به خپلې ذهني سلامتیا او د ګوتې ټپ ته پاملرنه کوي.

د انګلستان کرکټ بورډ (اي سي بي) منلې ده چې بین سټوکس به د هند پر وړاندې د ټیسټ لوبو په لړۍ کې نه وي او ویلي یې دي چې دوی د هغه د پرېکړې درناوی کوي او بشپړ ډول ورسره مرسته کوي.

بین سټوکس د انګستان هغه مخکښ الراونډر دی چې د ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په ۱۴ نیټه یې په لارډز کرکټ لوبغالي او د نړیوال جام په پایلوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته او انګلستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د یادولو وړ ده چې بین سټوکس په دې وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې د یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لوبډلمشري هم وکړه، چې پاکستان ته یې ۳-۰ ماتې ورکړه.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …