کورپاڼه / بېلا بېل / د عمره کوونکو لپاره ښه زېری؛ الوتنې بیا پیل شوې

د عمره کوونکو لپاره ښه زېری؛ الوتنې بیا پیل شوې

د عمان هوایي شرکت اعلان کړی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له یوولسمې نیټه څخه جدې ته د عمرې الوتنې بیا پیلوي.

د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د عمان هوایي شرکت پخپله ټویټر پاڼه ویلي دي، چې د عمرې لپاره جدې ته یې الوتنې د اګست له یوولسمې پیلېږي.

هغه کسان چې د واکسینو کارت ولري هغوی به په هوټل کې له کرنتین کېدو څخه مستثناء وي او هغوی باید د واکسینو د کارت له مخې ثابته کړي چې دویم ډوز یې له سفره څوارلس ورځې دمخه کړی دی.

د یادونې وړ ده چې داخلي عمره کوونکو ته له تېرې یکشنبې ورځې څخه اجازه ورکړل شوې او د حج د بریالي موسم څخه وروسته یې د عمرې نوی موسم پیل کړی.

د سعودي عربستان د سیاحت یا ګرځندوی وزارت هم اعلان کړی دی، هغه ګرځندویان یا سیاحت کوونکې چې د اګست له لومړۍ نیټې یې واکسین کړي وي، هغوی ته د سعودي عربستان دروازې پرانیستې دي.

دا هم ولولئ

د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو او الراونډرانو تازه درجه بندي: نبي لومړی، راشد پنځم او مجیب اووم مقام لري

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو او الراونډرانو …