کورپاڼه / خبرونه / اعظم خان په سر د توپ لګېدو له امله ټپي شوی
اعظم خان

اعظم خان په سر د توپ لګېدو له امله ټپي شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپوهونکی اعظم خان د تمریناتو پر مهال په سر باندې په توپ لګېدلی دی او ټپي شوی دی، چې له امله به یې د ویسټ انډیز پر وړاندې په دویمه او دریمه شل اوریزه لوبه کې ونه لوبېږي.

اعظم خان چې د یو پخواني پاکستاني زوی دی او ډېر وزن هم لري، خو په دې وروستیو کې یې د خپل وزن په کمولو سره خلک حېرانه کړل او د پاکستان ملي لوبډلې ته یې لار هم پېدا کړه.

د اعظم د ټپي کېدو وروسته ډاکټرانو پرېکړه کړې ده چې هغه به د ۲۴ ساعتونو لپاره په روغتون کې وي، له هغه وروسته به یو ځل بیا د نوموړي پوره معاینات ترسره کوي.

همدا راز د ویسټ انډیز پر وړاندې په څلورمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې به د هغه لوبېدلو یا نه لوبېدلو پرېکړه د معایناتو وروسته وشي.

د یادولو ده چې د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ د څلور نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ دریمه او څلورمه لوبه د اګست په لومړۍ او دریمه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …