کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عمران خان: ((پاکستان کې افغان کډوال د طالبانو خواخوږي دي))، د افغان کډوالو غبرګون
عمران خان

عمران خان: ((پاکستان کې افغان کډوال د طالبانو خواخوږي دي))، د افغان کډوالو غبرګون

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغه خبرو په غبرګون کې، چې هغه ویلي و، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د طالبانو خواخوږي او ملاتړي دي، افغان کډوالو غبرګون ښکاره کړی دی.

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه، چې د طالبانو مړي او ناروغان ولې پاکستان ته ورځي؟ هغه ورته په ځواب کې ویلي و، چې په پاکستان کې مېشت کډوال د طالبانو خواخوږي او ملاتړي دي، نو ځکه یې مړي او ناروغان هم پاکستان ته راځي.

د ډیوه راډیو سره په پېښور کې یو افغان کډوال محمد ځدراڼ په خپل خبرو کې ویلي دي، چې دا څنګه کېدای شي چې افغان کډوال د داسې خلکو خواخوږي شي، چې د هغوی له لاسه بې کوره او بې وطنه شوي دي.

دغه ځوان وویل، چې هغه خلک به د طالبانو ملګري وي، چې د وسلې کاروبار کوي او یا یې له دوی سره ګټې تړلې وي، نور افغانان د طالبانو خواخوږي یا ملاتړي نه دي.

د یادولو ده چې عمران خان په خپلو خبرو کې دا هم ویلي و، چې په پاکستان کې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي او هره ورځ یې ۳۰ زره افغانستان ته تګ راتګ کوي او دوی نه شي کولای چې دا معلومه کړي چې په دې کې څوک د طالبانو ملګري دي او څوک نه دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …