کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ خپله ناکامي په سیاست پټوي
فرهان یوسفزی او کرکټ بورډ

کرکټ بورډ خپله ناکامي په سیاست پټوي

د افغانستان کرکټ بورډ ته چې له کله راهیسې فرهان یوسفزی د عمومي رییس په توګه راغلی دی، نو یوازیني ښه کارونه یې د اصغر افغان له کپتانۍ څخه لیرې کول او اوس د پاکستان پر وړاندې د یوې داسې لوبډلې اعلانول، چې ډېر زاړه لوبغاړي پکې نه دي اخیستل شوي.

خو په ورته وخت کې د فرهان یوسفزي له راتګ وروسته نه یوازې دا چې کرکټ بورډ له خلکو وپړسول شول، واک هم ځینو داسې کسانو ته ورکړل شو، چې له کرکټ سره ډېر نابلده دي، همدا راز ځینې کسان خو بیا د دوه درې څانګو مشري په غاړه لري او له کرکټ پوره ناخبره دي.

خو تر دې هر څه ورهاخوا، بیا د کرکټ بورډ او فرهان یوسفزي تر ټولو ستره ناکامي دا ده، چې افغانستان نړیوالې لوبې نه لري او په ورته ورخت کې بیا کورنۍ سیالۍ هم نشته دی او لوبغاړي ټول په کورونو کې ناست دي.

دا لومړی ځل دی چې کرکټ بورډ له یو کال راهیسې کورنۍ سیالۍ نه دي ترسره کړي، په داسې حال کې چې د کلب لیول سیالیو د ځینو خلکو په مرسته ترسره شوي او لا هم روانې دي، چې کله نا کله پکې ځینې مشهور لوبغاړي هم لوبېږي.

بلخوا د افغانستان نړیوالې سیالۍ د ګوتو په شمېر دي، د افغانستان لوبډله یوازینۍ لوبډله ده چې په کور ناسته ده، نورې ټولې لوبډلې سیالۍ لري، کرکټ بورډ نه یوازې دا چې نورې سیالۍ یې برابرې نه کړای شوې، بلکې هغه سیالۍ چې د ای سي سي له خوا په ۲۰۱۸ کال کې پلان شوې وې، هم ډېرې یې له لاسه ورکړې.

خو کرکټ بورډ دا خپله ټوله ناکامي بیا په سیاست پټوي او په دې وروستیو کې کرکټ بورډ او فرهان یوسفزي سیاسي چارو ته لاس اچولی دی، په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ لومړنی کار د کرکټ وده او پرمختګ، نړیوالې سیالۍ برابرول دي، خو چون په دغه برخه کې ناکامه شوي دي، نو غواړي په سیاسي پوسټونو د خلکو پام غلط کړي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …