کورپاڼه / هنر او کلتور / سونو نیګم ولې په ریلیټي شو یا خپرونه کې ګډون نه کوي؟

سونو نیګم ولې په ریلیټي شو یا خپرونه کې ګډون نه کوي؟

د هند نوموتی سندرغاړی، د موسیقۍ ډایریکټر او اداکار سونو نیګم، چې په (انډین ایډل) او (ساری ګا ما پا) خپرونه کې د داور په توګه کار کوي، د موسیقۍ په ریلیټي خپرونه کې یې د نه ګډون په اړه خبرې کړي دي.

هغه وایي چې هیڅوک زما د رویې او چلند په نه شي ویلی چې زه باید څه وکړم. هغه زیاتوي که چېرته په کومه خپرونه کې ترې د داور په توګه کار کول وغوښتل شي نو هغه به ورته اماده شي، خو که چېرته هغوی کار کول نه غواړي نو څنګه به ترې خوند واخلي.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د (انډین ایډل) خپرونه هغه وخت جنجالي شوه، کله چې سندرغاړي امیت کمار ادعا وکړه، چې هغه په خپرونه کې د ځانګړي داور په توګه ګډون کړی و، نو ترې وغوښتل شول چې (انډین ایډل ۱۲) سیالۍ کې د ګډون کوونکو ستاینه وکړي.

سونو نیګم په دې اړه وایي که چېرته په ریلیټي خپرونه کې د ګډون کوونکو تل ستاینه وشي نو زیانمن تمامېږي. هغه زیاتوي چې فطرت یې دا اجازه نه ورکوۍ چې په داسې خپرونو کې ګډون وکړي.

سونو نیګم وایي په دې اړه ډېر واضح انسان دی، هیڅوک ورته نه شي ویلي چې هغه څه ډول چلند وکړي، ځکه چې خپل ځان د موسیقۍ او ژوند له خالص ښوونځي سره اړوندوي او کله چې له یو کار خوند نه شي اخیستلی نو څنګه به یې ترسره کوي.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …