کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د فضل الرحمان د ګوند یو بل قاري هم په لو ا طـت نیول شوی
فضل الرحمان او قاري

د فضل الرحمان د ګوند یو بل قاري هم په لو ا طـت نیول شوی

د پاکستان د مشهور دیني سیاستوال مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعیت علما السلام یو بل قاري په مدرسه کې په یو هلک باندې په لو ا ط-ت نیول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د مانسهرې پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې دوی د قاري شمس الدین پر ضد دوسیه ثبت کړې وه، چې په مدرسه کې یې د یو ۱۰ کلن هلک سره تېر ی کړی و.

دغه هلک د قاري شمس الدین سره په مدرسه کې د قرآن کریم زده کړه کوله، هغه دوه ورځې د خپلو ملګرو په مرسته په مدرسه کې بند ساتلی و او غېر ا خلا قي کار یې هم ورسره کړی و.

پولیس وايي، چې د قاري شمس الدین تر نیولو وروسته یې په دې اړه څېړنې پیل کړې، په لابراتوار کې نمونې هم ثابتې شوې او د محکمې پر وړاندې شاهدینو هم شهادت ورکړ.

پولیسو ویلي دي، چې د قاري شمس الدین د نورو ملګرو پر ضد یې هم دوسیه ثبت کړې ده او غوښتنه یې کړې ده، چې دا قضیه ډېره حساسه ده، نو باید چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دې محکمه کې قضیې ته دوام ورکړل شي.

د یادولو ده چې قاري شمس الدین د مولانا فضل الرحمان د جمعیت علما اسلام ګوند فعال غړی دی، دا قضیه د تېر کال ده، خو تراوسه پورې یې چارې له رسنیو نه پټې ساتل شوې دي او اوس تازه په دې اړه یوې پاکستاني رسنۍ هغه خبرپاڼه چې تېر کال د مانسهرې پولیسو خپره کړې وه، خپره کړې او د قاري شمس الدین عکس یې هم خپور کړی دی.

د مانسهرې پولیسو خبرپاڼه

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …