کورپاڼه / بېلا بېل / د واده کولو لپاره ترټولو غوره عمر کوم دی؟

د واده کولو لپاره ترټولو غوره عمر کوم دی؟

د ریاضي د یوې نوې تیورۍ یا نظریې له مخې ویل کېږي چې خلک باید په ۲۶ کلنۍ کې واده وکړي، ځکه چې دغه عمر د واده لپاره ترټولو غوره وخت دی.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ټام ګریفتس او براین کرسچن پخپل کتاب (الګورډمز ټو لایف بایي؛ کمپیوټر ساینس اف هیومن ډیسیجن) کې لیکلي دي چې ۲۶ کلني هغه عمر دی چې انسان پکې د ژوند له ملګري سره نوی ژوند پیلوي.

راپور زیاتوي چې که چېرته نارینه یا ښځې د ۱۸-۴۰ کلنۍ ترمنځ واده کول غواړي نو ۲۶ کلني یې مثالي عمر دی ځکه چې په دې موده کې یو انسان د خپل ژوند ۳۷ سلنه سفر کړی وي.

د یادې تیورۍ یا نظریې له مخې که چېرته تاسې له ۲۶ کلنۍ وړاندې یا وروسته واده کوئ، نو ګډ ژوند به مو له ستونزو مخ وي.

بل لوري ته د یوټاه پوهنتون اقتصاد پوه نیکولس – ایچ وولفنګر ددې نظریې خلاف دی، ځکه چې هغه په ۲۰۱۵ د جولایۍ په میاشت کې د یوې څېړنې له مخې ویلي ول چې د طلاق څخه د ژغورنې لپاره د واده غوره وخت د ۲۸-۳۲ عمر وي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …