د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید یو ځل بیا خپله سپین سترګي ښکاره کړه او د سلسله عليخېل تښتول یې د پاکستان د بدنامۍ هڅه یاده کړه او وې ویل چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې، بلکې د افغان سفیر لور په خپله تللې وه او چا نه ده تښتولې.
له پاکستاني رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې شیخ رشید وویل، چې هغه کسان چې د افغان سفیر د لور د تښتولو په ډرامه کې نیول شوي و، بېرته خوشې شوې دي.
هغه وویل، چې دا ټېکسي چلوونکي غریب او بې ګناه خلک و، دوی د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پېدا کوي، سهار له کوره راوځي او ماښام بېرته د خپلو اولادونو لپاره خپلو کورونو ته ځي.
شیخ رشید دا هم وویل، چې کله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي راشي، نو ټول اسناد به ورته وړاندې کړم، چې د افغان سفیر لور په ۶ ټېکسیانو کې تللې وه، دوی ته یې د کرایه تر څنګ بخشش هم ورکړی و.
هغه دا هم وویل، چې ټولې ویډیوګانې او نور اسناد مې هم د بهرنیو چارو وزارت ته ورکړي دي، دا نور د هغوی کار دی او زه په دې کې هېڅ کار نه لرم.
د یادولو وړ ده چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله عليخېل تښتول شوې وه، چې په غبرګون کې یې ولسمشر له پاکستان نه سفیر او ډیپلوماټان هم راوغوښتل او د پاکستان له حکومت یې غوښتنه وکړه، چې په دغه قضیه کې ښکېل کسان دې ونیسي او د افغان سفیر د امنیت ډاډ دې ورکړي، نو بیا به سفیر ورولېږي.