کورپاڼه / روغتيا / دغه پروټین په خوله کې غوړ خارجوي او وزن کموي

دغه پروټین په خوله کې غوړ خارجوي او وزن کموي

امریکایي ساینسپوهانو د (ټي ایس ایل پي) په نوم د یو پروټین په اړه موندنې کړي او ویلي یې دي چې د خولې په ذریعه له له بدن څخه غوړ خارجېږي او وزن کموي.

هسې خو (ټي ایس ایل پي) له ساه لنډۍ او څو ډوله حساسیت سره تړاو لري خو له وروستیو څېړنو څخه معلومه شوې چې همدغه پروټین په میتابولیزم کې منظموالی راولي.

په دې اړه ویل کېږي چې شاید همدغه پروټین د شکر دویم ناروغۍ کې هم مرستندویه وي او پر موږکانو یې د څېړنې له مخې ثابته کړه چې همدغه پروټین په خوله کې غوړ خارجوي او د وزن او چاغښت ستونزې حلوي.

په دې اړه څېړونکی ډاکتر کمبایشي وايي چې دا لومړی ځل دی چې د دفاعي سیستم سره اړوند یو پروټین په خوله کې غوړ خارجوي او د چاغښت یا شکر منظمې درملنې ته د رسېدو لپاره اوږدو څېړنو ته اړتیا ده.

اوسمهال ډاکتر کمبایشي د چاغښت او شکر ناروغۍ کنټرول کې د (TSLP) عملي میکانیزم درک کولو لپاره نوې څیړنې ترسره کوي او د نوو درملو یا درملنې په لور پرمختګ کوي چې د اغېزمنتیا او لږ تر لږه جانبي اغیزې هم لري.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …