کورپاڼه / جالب / د شلو پونډو یوې کاچوغې یو شخص شتمن کړ

د شلو پونډو یوې کاچوغې یو شخص شتمن کړ

په بریتانیه کې د پخوانیو شیانو له یو دوکان څخه د شل پونډو په ارزښت یوې زړې کاچوغې له یو شخص شتمن جوړ کړ.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د کورنیو شیانو او فرنیچر له یو دوکان څخه اخیستل شوې د شل پونډو پخوانۍ کاچوغې د یو شخص بخت راویښ کړ.

دغه کاچوغه چې ډېره نایابه او پخوانۍ ده او اوولسمې پېړۍ پورې تړاو لري. د یو شخص له لورې واخیستل شوه او په یو نندارتون کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوه او لومړنی قیمت یې ۵۰۰ پونډه کېښودل شو.

دغه کاچوغه چې له سپینو زرو جوړه شوې، لاستی یې پنځه اینچه ده او په رومن ډول سره جوړه شوې او د لیلامۍ وروسته قیمت یې له فیس سره ۱۹۰۰ پونډه وټاکل شو. د نندارتون کارمندان وایي چې دغه کاچوغه د ځمکې لاندې پټه شوې وه او دوکان پرته له دې وپېژندل شي د خرڅلاو لپاره ایښودل شوې وه.

دوی زیاتوي چې د کاچوغې څښتن هم دغه کاچوغه نه پېژندل چې دا به د نایابو شیانو له جملې څخه وي خو کله چې موږ ته راوړل شوه نو وپېژندل چې دا یوه نایابه او قیمتي کاچوغه ده.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …