کورپاڼه / خبرونه / اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه
اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ کې غېر مسلکي کسانو د سلیکشن په برخه کې مداخله کوله، چې له امله یې هغه له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

اسدالله خان د کرکټ سترې وېبپاڼې اي ایس پي این کریک انفو سره مرکه کړې ده او د خپلې استعفا په اړه یې خبرې کړې دي. هغه وايي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره د هغه له خبراوي پرته لوبډله اعلان شوې ده.

نوموړی وايي، د افغانستان په کوربه توب له پاکستان سره په سریلانکا کې سیالۍ ترسره کېږي، چې د هغه په ناخبرتیا کې د کرکټ بورډ ځینو غېر مسلکي کسانو ورته لوبډله اعلان کړې ده، چې له امله یې هغه هم استعفا ورکړه.

اسدالله خان د جولای په ۲۴مه نېټه د کرکټ بورډ عمومي رییس ته خپله استعفا لېږلې ده، چې هغه په ۲۷مه نېټه منلې ده. دغه استعفالیک کریک انفو لیدلی دی، چې اسدالله خان پکې د خپلې استعفا لامل د سلیکشن په برخه کې د غېر مسلکي کسانو لاسوهنه یاده کړې ده.

د یادولو وړ ده چې کرکټ بورډ د اختر په څلورمه ورځ ۱۷ کسیزه لوبډله د حشمت الله شهیدي په مشرۍ باندې اعلان کړې وه، خو اوس داسې اوازې دي، چې ښايي ځینې لوبغاړي پکې نور هم ورزیات شي.

کرکټ بورډ که څه هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو نړیوالو رسنیو کې د دې هر څه په خپرېدو د افغانستان کرکټ او اداره له سترې بدنامۍ سره مخ شوه.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …