کورپاڼه / خبرونه / له هند نه د لوبو په ګټلو سریلانکا خپلو لوبغاړو ته د ۱۰۰ زره ډالرو ورکولو اعلان کړی
سریلانکا لوبډله

له هند نه د لوبو په ګټلو سریلانکا خپلو لوبغاړو ته د ۱۰۰ زره ډالرو ورکولو اعلان کړی

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې له هند سره ښه لوبه ترسره کړه او دغه لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه، چې د سریلانکا کرکټ بورډ اوس د لوبغاړو د خوشحالولو او ستاینې په موخه ورته پېسې اعلان کړي دي.

د هند او سریلانکا ترمنځ د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره شوه، چې دغه لوبلړۍ په ۲-۱ سره سریلانکا په خپل نوم کړه. د سریلانکا کرکټ بورډ په دې بریا ډېر خوشحاله دی.

د سریلانکا کرکټ بورډ ځانګړې کمېټه له لوبغاړو، روزونکو او نور منیجمنټ څخه خوشحاله ده، چې د ملي لوبډلې لوبغاړو ته یې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.

په دریمه یا وروستۍ لوبه کې ونیندو هسارنګا ۴ لوبغاړي وسوځول او دنانجایا ډي سلوا ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د ۷ ویکټو په توپیر سریلانکا دغه لوبه وګټله او ورسره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې بیا هند او سریلانکا د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړې وه چې هند په ۲-۱ سره ګټلې وه.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …