کورپاڼه / هنر او کلتور / د سونو سود یو مینوال د هغه تصویر د ژبې په مرسته جوړ کړ

د سونو سود یو مینوال د هغه تصویر د ژبې په مرسته جوړ کړ

د بالیووډ فلمونو نوموتی اداکار او د ټولنیزو چارو کارمند سونو سود تېره ورځ د خپل عمر اته څلویښت پسرلی یا بل عبارت کلیزه ولمانځله.

سونو سود خپله کلیزه په ممبۍ کې پخپل استوګنځای کې ولمانځله او په دې کلیزه کې د هغه په سلګونو مینوالو هغه ته ګلونه، کیک او نورې ډالۍ ور وړې.

په دې کسانو کې د هغه د یو مینوال حیرانوونکې ویډیو په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې هغه ته په ځانګړي اندازه سره د کلیزې مبارکي وایي او ډالۍ ورکوي.

د سونو سود دغه مینوال د هغه ترڅنګ ودرېده او د ژبې په مرسته یې د هغه تصویر جوړ کړ. د هغه دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو پورته شوې او د خلکو لخوا ډېره ستایل شوې هم ده.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم یو شخص د سونو تصویر پخپلو وینو سره جوړ کړی و او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شوې وه.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Viral Bhayani (@viralbhayani)

 

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …