کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ په ملټي ډیوایس فیچر کې څه بدلون راولي؟

وټساپ په ملټي ډیوایس فیچر کې څه بدلون راولي؟

په نړیواله کچه د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیش وټساپ د بې شمېره نوو فیچرونو په رامنځته کولو غواړي چې خپل پلیټ فارم ته یو نوی شکل ورکړي، چې له دې فیچرونو څخه یې یو ملټي ډیوایس هم دی.

وټساپ په دې وروستیو کې ملټي ډیوایس فیچر وړاندې کړی خو اوس پوښتنه داده چې له دې فیچر وروسته به د وټساپ د ویب استعمالونکې له کومړ بدلونونو سره مخ شي؟

د وټساپ نوی ملټي ډیوایس فیچر به کاروونکو ته اجازه ورکړي چې د انټرنیټ په نه شتون کې هم اپلیکیشن ته لاسرسی ولري. له دې وړاندې به تر وټساپ پورې د رسېدو لپاره د (QR) کوډ سکین کولو ته اړتیا وي خو که انټرنیټ به نه و خو بیا دغه کار ستونزمن و.

په دې فیچر سره به کاروونکې له لومړني ډیوایس سره څلور ډیوایسه کنیکټ کړي. د وټساپ ویاند وایي چې په یو وخت له څلورو ډیوایسونو څخه موخه داده چې په یو له څلورو ډیوایسونو سره نښلول کېږي.

هغه وایي چې له یو بل موبایل یا ټیب د وټساپ د استعمال لپاره لږ وخت ته اړتیا وي او په دې سره وټساپ ویب او ډیسک له وړاندې لا ښه کار وکړي او انټرنیټ ته به هم اړتیا ونه لرئ.

دا هم ولولئ

څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله وړاندې کله چې …