کورپاڼه / روغتيا / په امروتو سره مو د ټوخي ستونزه حل کړئ

په امروتو سره مو د ټوخي ستونزه حل کړئ

هسې خو د هر موسم خپلې ځانګړې مېوي وي د بېلګې په توګه د اوړي د موسم ځانګړې مېوې له آم او هندواڼې څخه عبارت دي او په ژمي کې بیا انار، امروت او له کېنو څخه ډېره ګټه پورته کېږي.

امروت له دې څخه خوږه او ښکلې مېوه ده، چې په آسانۍ سره پیدا کېږي، چې ډېرې ګټې لري چې له هغې څخه د شکر او فشار کنترولول او د معدې ناروغۍ د یادونې وړ دي. یوازې دا نه بلکې د امروتو پاڼې هم د حیرانوونکو ګټو لرونکې وي.

امروت نه یوازې دا چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي بلکې د هضم لپاره هم ګټور وي او ترڅنګ یې د وزن کمولو او د پوستکي د ناروغیو لپاره اغېزمن تمامېږي او په ورځني ډول یو دانه امروت خوړل د مجموعي روغتیا لپاره ګټور وي.

د پوتاشیم او فایبرو په لرلو سره د وینې د فشار او کلیسترولو لپاره ګټور وي او انټي اکساید یې پوستکی له زړښت ساتي او ویټامین سي د پوستکي مجموعي روغتیا او د ښکلا لپاره یې مهم او اړین وي او ترڅنګ یې د کولمو لپاره ډېر ښه تمامېدلی شي.

د ټوخي لپاره: امروت ښه ووینځئ او نري ـ نري یې پرې کړئ، بیا په همدې پرې شوو امروتو نیمه کاچوغه شات او دارچیني وشیندئ او د ورځې په هره برخه کې یې خوړلی شئ خو له خوراک وروسته یې تر نیم ساعت اوبه مه څښئ.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …