کورپاڼه / روغتيا / آیا د لونګو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د لونګو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

لونګ له ډېر پخوا راهیسې نه یوازې دا چې د مسالې په توګه استعمالېږي بلکې د ډېرو ناروغیو لپاره د درملو حیثیت هم لري او په دودیز ډول د غاښونو د خرابوالي، د هضم لپاره او د خولې د بوی ختمولو لپاره استعمالېږي.

لونګ په بریاني، دالو، سوپ، چایو او نورو توکو کې د ښه بوی لپاره استعمالېږي، چې بې شمېره اړین ویټامینونه، معدني مواد او غذایي فایبر لري او د کالورۍ کچه یې ډېره لږه وي. دغه راز د انټي اکسایدو لرونکې وي چې چې د ازادو راډیکلونو مخنیوی کوي او د سرطان خطر کموي.

لونګ د هضم لپاره هم ډېر ګټور وي او د سینې سوخت، تېزابیت، بدهضمي او د زړه بدوالی ختموي او ترڅنګ یې د یوې څېړنې څخه معلومه شوې چې لونګ د انسولین حساسیت ختموي او د شکر کچه برابره ساتي.

لونګ د یوجینول او فلاوونایډ په درلودلو سره د هډوکو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي نو هغه کسان چې د هډوکو کمزوري لري هغوی دې لونګ استعمال کړي. دغه راز لونګ د وینې سپین کرویات متحرک ساتي چې بیا د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي او وینه پاکوي.

او بله ګټه یې داده چې لونګ میکروب ضده ځانګړتیاوې لري او په همدې سبب د غاښونو درد، د ژامو ستونزې او د خولې د پولۍ کېدو اغېزمنه درملنه ده.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …