د حج او اوقافو وزارت وزیر په هرات کې په مولوي مجیب الرحمان انصاري باندې سختې نیوکې کړې دي او هغه ته یې ویلي دي چې د افغانانو په صف کې ځای نه لري.
د معلوماتو له مخې، د هرات د مولوي مجیب الرحمان انصاري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د حج او اوقافو وزارت وزیر قاسم حلیمي وايي:
((ملا انصاري! معاش او ډوډۍ له دولت خورې، خو هګۍ بیا طالبانو ته اچوې. ته خرڅ شوی ګوډاګی یې او نور د افغانانو په صف کې ځای نه لرې.))
د یادولو ده چې مولوي مجیب الرحمان انصاري هغه څوک دی، چې تل یې د حکومت پر ضد نیوکې کړې دي، افغان حکومت یې کافر حکومت بللی دی او خلک یې د حکومت پر ضد راپورته کولو ته هم هڅولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې بیا په مولوي مجیب الرحمان خلکو سختې نیوکې کړې دي او له حکومت یې د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده، خو حکومت تراوسه پورې دغه مولوي نه دی نیولی.