کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ کیلو میترو پورې پراخوالی لري او په ۲۰۳۱ کال زموږ د لمریز نظام ترڅنګ تېر شي.

د پینسلوانیا پوهنتون استاد ګیري برنسټاین او د هغه د پي ایچ کي زده کړیال پیډرو برنارډینیلایي په ګډه دغه موندنه ترسره کړې، نو ځکه ورته د برنسټاین برنارډینیلایي نوم هم ورکړل شوی او په ۲۰۳۱ به ځمکې ته دومره نږدې وي چې د لېدلو لپاره به یې یو دوربین ته اړتیا وي او دا له ټولو لیدل شوې لکۍ لرونکو ستورو څخه زر ځلې غټ دی.

ددې ستوري تخنیکي نوم (C/2014 UN271) دی او له لمریز نظام څخه بهر د میلونونو کلونو راهیسې د حرکت په حال کې دی، نو ځکه له ځمکې څخه ترټولو لېرې موندل شوی لکۍ لرونکی ستوری هم دی او له نږدې به په لېدلو سره د کایناتو د ارتقاء په اړه معلومات ترلاسه شي.

دغه ستوری په چلي کې د نصب شوي څلور میتره قطر لرونکې دوربین په مرسته موندل شوی او له شپږ کلنو تجربو څخه یې دغه ستوری لاسته راغلی دی.

د پروژې له مخې د شپې په تیاره کې څرګندېدونکې د ۳۰۰ میلونو کهکشانونو نقشه هم جوړه شوې او په مرسته به یې ډېر لکۍ لرونکې ستوري، واورین یا کنګل جسمونه او نور اسماني شیان هم لېدل کېږي چې ډېر یې د نیپچون سیاره شتون لري او له لمریز نظام څخه بهر ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

انستاګرام ددې لپاره، چې له ذهني فشار څخه وژغورل شي، په اقداماتو لاس پورې کړی

د ټولنیزو رسنیو په اړه ویل کېږي چې په استعمال سره یې ځوانان له ذهني …