کورپاڼه / بېلا بېل / سرکه او سوډا د پاکوالي په برخه کې ډېره اغېزمنه وي

سرکه او سوډا د پاکوالي په برخه کې ډېره اغېزمنه وي

په عموم کې ټول خلک پخپلو کورونو کې د صفایۍ او پاکوالي لپاره له کیمیاوي توکو څخه ګټه پورته کېږي، خو که چېرته وکتل شي نو سرکه او بیکنګ سوډا د پاکوالي لپاره ډېره اغېزمنه تمامېږي.

د ډېرو خلکو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي چې دا څنګه امکان لري؟ ددې پوښتنې بنسټیز ځواب دادی چې بیکنګ سوډا او سرکه دواړه سره ډېر متضاد دي.

چې همدغه تضاد او ځانګړتیا یې له مصنوعي کیمیاوي موادو څخه ډېر اغېزمن تماموي او په دې اړه د اوریګون سټیټ پوهنتون د کیمیا استاد میی نیمن په دې اړه څرګندونې هم کړې دي.

هغه وایي کله چې تاسې بیکنګ سوډا یا سرکه استعمالوئ او صفایي کوئ نو په ډېرو پیچلو خمونو کې د نرمښت پیدا کولو هڅه کوئ.

بیکنګ سوډا د سوډیم بای کاربونیټ (NaHCO3) عام نوم دی. ځینې کسان یې شاید له خوراکي توکو سره اړوند وګڼي ځکه چې په کیک او نورو شیانو کې استعمالېږي او سرکه چې ایسټیک اسید (HC2H3O2) دي، د خمیر پرمهال د بکتریا په ذریعه تیارېږي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …