کورپاڼه / خپلواک / محمد شهزاد هيله ښکاره کړې چې ژر به ملي لوبډلې ته راشي
محمد شهزاد

محمد شهزاد هيله ښکاره کړې چې ژر به ملي لوبډلې ته راشي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان پخواني توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد يو ځل بيا هيله ښکاره کړې ده، چې ژر به د افغانستان ملي لوبډلې ته راستون شي.

نوموړى په ټي ټين يا لس اوريزه سياليو کې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې تېره ورځ يې په لوبه کې توپاني توپوهنه ترسره کړه او په ٢١ توپونو يې ٥٧ منډې ترلاسه کړې.

له دغه لوبې وروسته نوموړي د خليج ټايمز ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې افغانان يې لوبې څاري او په دې هيله دى چې له يو کلن بندېز وروسته به بېرته د افغانستان ملي لوبډله کې ولوبېږي.

محمد شهزاد باندې د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو نه د سرغړاوي له امله يو کلن بندېز لګېدلى و. دا بندېز هغه مهال لګېدلى و، کله چې د افغانستان ملي لوبډلې د ٢٠١٩ نړيوال جام کې ګډون کړى و، نوموړى له نړيوال جام بېرته هېواد ته راستون کړاى شو او له هغه وروسته محمد شهزاد په رسنيو کې د کرکټ بورډ او ملي لوبډلې پر ضد څرګندونې وکړې.

خو محمد شهزاد باندې هغه مهال يو کلن بندېز ولګېده، کله چې نوموړى په پاکستان کې د پاکستان کرکټ بورډ په يوه رسمي اکاډمۍ کې وليدل شو او پاکستانيو رسنيو پرې راپورونه خپاره کړل.

محمد شهزاد يو له افغان لوبغاړو څخه دى، چې که څه هم د هغه د زيات وزن له امله پرې نيوکې شوې دي، خو هغه تل چټکه توپوهنه ترسره کړې ده او همدا راز د ويکټو تر شا ولاړ وي، چې هر څه په ځانګړي انداز څاري.

نوموړى نه يوازې چې ښه توپوهنه يې ترسره کوله، بلکې په لوبغالي او ډريسنګ روم کې هم ډېر ټوکي و او تل به يې د لوبغاړو پر مخونو خنداوې خپرولې.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …