کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټویټر د انلاین پېرودنې لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

ټویټر د انلاین پېرودنې لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

د لنډو پیغامونو د ترټولو مشهورې ټولنیزې رسنۍ ویبپاڼې ټویټر، چې د نړۍ مشهور اشخاص، سوداګر، فلمي لوبغاړي او نور ترې ګټه پورته کوي، اعلان وکړ چې دوی هم انلاین پېرودنه پیلوي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ټویټر د انلاین پېرود لپاره فیچر د رامنځته کولو اعلان کړی، چې په مرسته به یې له کور څخه پېرودنه ممکنه شي.

د ټویټر یو نوی فیچر اوسمهال له ازمایښتي دورې څخه تېرېږي، چې په مرسته به یې سوداګریزې ادارې د خریدارۍ برخه پخپلو پروفایلونه کې شامله کړي.

په دې اړه ټویټر وایي چې دوی اوسمهال د پېرودنې دغه فیچر په امریکا کې ازمایي او په دې لړ کې به ځینې برانډونه سره یوځای کړي.

د کاروونکو د برانډ په پروفایل به د تولیداتو نوملړ ښکاره شي او پر کوم تولیدي توکي به د کلیک کولو وروسته د برانډ ویبپاڼې ته لاړ شئ او پېرودنه به وکولی شئ.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …