کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د حج او اوقافو وزارت د هغه افسر قدرانی وکړ، چې په ارګ کې یې د لوی اختر لمانځه امامت وکړ

د حج او اوقافو وزارت د هغه افسر قدرانی وکړ، چې په ارګ کې یې د لوی اختر لمانځه امامت وکړ

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې غونډې پرمهال چې د هیواد علماء کرامو او د امیني او دفاعي ځواکونو یو شمېر چارواکو پکې ګډون کړی و، له ډګرمن بشیر احمد فیضي څخه (د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې د لوی اختر د لمانځه امامت وکړ، د ستاینلیک په ورکولو مننه وکړه.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د یوې اعلامیې له مخې ویل کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په ارګ کې د لوی اختر لمانځه امامت پرمهال له ډګرمن فیضي څخه مننه وکړه.

هغه وویل چې ډګرمن فیضي د لمانځه پرمهال د څو راکېټونو لګېدو ته، چې د هیواد د دښمنانو له لورې د لمانځه ګډوډېدو لپاره توغول شو، هیڅ پاملرنه ونه کړه او د اختر لمونځ له ټولو تکبیرونه سره په پوره خضوع او خشوع سره ادا کړ.

دغه راز محمد قاسم حلیمي د هیواد په چارو کې د پاکستان په لاسوهنه هم نېوکې وکړې او د یاد هیواد د دیني چارو له وزیر، د علماء شورا له رییس او د حقانیې له علماء غوښتنه وکړه چې د افغانستان په چارو کې د پنجاب حکومت د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

بل لوري ته مولوي سعید الرحمن احساس د علماء شورا په استازیتوب د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ او مننه یې ترې وکړه، چې هره شېبه د خلکو او هیواد د ساتنې لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

د ملي دفاع وزارت د عقیدتي چارو رییس جنرال عبدالرازق له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او علماوو له ملاتړ نه مننه وکړه او ویې ویل چې د علماوو ملاتړ هغوی ته لوړ مورال ورکوي، ترڅو د ظالمانو پر وړاندې تر پخوا کلکه مقابله وکړي او د اسلام، خاورې او خلکو دفاع ته ور ودانګي.

همدارنګه مولوي فضل کریم سراجي بیا د دفاع وزارت له رهبرۍ نه غوښتنه وکړه، ترڅو ډګرمن فیضي شجاعت ته د درناوي په خاطر هغه ته یوه افتخاري رتبه ورکړي او د ملاتړ اعلان یې وکړ. دغه راز د غونډې په پای کې ډګرمن بشیر احمد فیضي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او دیني علماوو څخه چې د هغه د قدرانۍ په موخه راټول شوي و او ترڅنګ یې یو ځل بیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ په ډاګه کړ، مننه وکړه.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …