کورپاڼه / خبرونه / فرهاد دریا: کېمیا! سرلوړې اوسې، ستا هر هغه قدم چې په لوبغالي کې دې اخیستی، د تیاره فکر پر سېنه یوه لغته ده

فرهاد دریا: کېمیا! سرلوړې اوسې، ستا هر هغه قدم چې په لوبغالي کې دې اخیستی، د تیاره فکر پر سېنه یوه لغته ده

د هیواد مخکښ سندرغاړي فرهاد دریا کېمیا یوسفي ته، چې د المپیک په لوبو کې یې د هیواد لپاره لوی ویاړ ترلاسه کړ، د ډاډ او هڅونې پیغام ورکړی او هغه ته د سرلوړۍ دعا کړې او د هغې هر قدم یې د تیاره فکر پر سېنه لغته ګڼلې.

فرهاد دریا پخپله فیسبوکپاڼه کېمیا یوسفي ته په خطاب کې لیکلي دي چې:((په هغه هیواد کې چې په یوویشتمه پېړۍ هم پر سرکونو د ښځو د تګ مخنیوی کوي، تا د نړۍ په یو مشهور لوبغالي کې ځغاسته وکړه.))

کېما یوسفي چې د توکیو په المپیک سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و، په ملي کچه یې ریکارډ جوړ کړ، خو بریالۍ نه شوه، هغې ۱۳.۲۹ ثانیو کې سل میتره ځغاسته وکړه او اووم مقام یې خپل کړ.

فرهاد دریا هغې ته د ډاډ په خاطر وایي چې:((خورې! اوښکې دې مه پټوه، په اوښکو دې ونازه او پرېږده چې وبهېږي! ته زموږ ته قهرمانه یې، ته نن ورځ د میلونونو میرمنو لپاره مثال ګرځېدلې یې.))

هغه زیاتوي چې: ((هغه سل میتره چې تا په المپیک کې ووهل، افغانستان دې په کیلومیتره مخکې بوتلو او هر قدم چې په لوبغالي کې اخیستی، د تیاره فکر پر سېنه یوه لغته ده.))

دا هم ولولئ

آیا انیل کپور د ځوان پاتې کېدو لپاره د مار زهر څښي؟

د هندي سینما مخکښ او پخوانی اداکار انیل کپور، چې اوس هم ځوان معلومېږي، د …