کورپاڼه / خبرونه / ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول
ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې لوبېږي، دا ځل یې په یوه لوبه کې ۷ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړی په انګلستان کې د لیتم کرکټ کلب لوبډلې لپاره د دغه هېواد په کلب لیول سیالیو کې لوبېږي. نوموړي تازه په یوه لوبه کې په ۱۰ اورونو کې ۷ لوبغاړي سوځولي دي.

هغه په ۱۰ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې دي، چې ۴ یې مېډین اورونه هم ترسره کړي دي او اکانومي یې بیا ۳.۶ وه، چې تر ټولو ښه توپ اچونه یې ترسره کړې ده.

ضیا الرحمان اکبر په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ هم کړی دی او لیکلي یې دي: ((الحمدالله. نن مې د خپلې لوبډلې لپاره ۷ لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله مې بریا ته ورسوله. خوښ یم چې د خپلې لوبډلې لپاره ښې لوبې کوم. په دعاګانو کې مو یاد ساتئ. مننه.))

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې په یوه بله لوبه کې بیا ضیا الرحمان اکبر ۵ لوبغاړي سوځولي و او په هغه لوبه کې یې هم خپله لوبډله بریا ته رسولې وه.

د افغانستان یو شمېر لوبغاړي اوسمهال په انګلستان کې دي، چې ځینې یې په کلب لیول سیالیو او ځینې یې بیا په دي هنډریډ سیالیو کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

اصغر افغان

اصغر افغان د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلي او د بریا راز یې پر ځان باور او پوره تدبیر ګڼلی

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د یوه …